بايد سلامتي كونسل د نړيوال امن برقرار ساتلو بنيادي ذمه واري سنبهال كړي۔د چين خارجه وزير

بيجنګ 25 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي وئېلي دي بايد سلامتي كونسل د نړيوال امن برقرار ساتلو بنيادي ذمه واري سنبهال كړي۔د شورو په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د يوكرين په اړه د سلامتي كونسل اعلٰی پاې غونډې ته په وينا كښې ده ووئيل بايد ټولې ډلې د امن خبرو اترو ته ودې وركولو له په حقيقي معنو كښې لوظي …

بيجنګ 25 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي وئېلي دي بايد سلامتي كونسل د نړيوال امن برقرار ساتلو بنيادي ذمه واري سنبهال كړي۔د شورو په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د يوكرين په اړه د سلامتي كونسل اعلٰی پاې غونډې ته په وينا كښې ده ووئيل بايد ټولې ډلې د امن خبرو اترو ته ودې وركولو له په حقيقي معنو كښې لوظي وي٬ده په دې لړ كښې درې تجاويز وړاندې كړل اول دا چې صورتحال ښه كولو كښې د بحران احساس زياتولو ته اړتيا ده٬دوهم دا چې د امن خبرو اترو ته ودې وركولو او قائل كولو لپاره د ذمه وارۍ احساس زياتولو ته ضرورت دے او درېم دا چې د بحران اثرات خپرېدل قابو ساتلو لپاره سمدستي احساس زياتولو ته اړتيا ده ۔وانګ اي ووئيل صدر شي جن پنګ په سنجيدګۍ سره نشاندهي كړې٬بايد د ټولو هېوادونو د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام وكړې شي او دې سره سره د ملګرو ملتونو د چارټر په مقاصدو او اصولو هم عمل وكړې شي دغسې چې د ټولو هېوادونو جائز اندېښنې په سنجيدګۍ سره وكتلې شي او د بحران امن ناكه حل له په زړه پورې هڅو ملاتړ وكړے شي۔د چين خارجه وزير ووئيل د يوكرين په معامله د چين موقف مستقل او واضحه دے٬هم په دې ورځ وانګ اي د چين او لاطيني امريكې خارجه وزيرانو غوندې په 8م دور كښې هم ګډون وكړو ٬ هغه د المان٬فرانس٬ناؤرو٬آسټرېليا٬سوئټزرلينډ او ارجنټائن خارجه وزيرانو سره سره د امريكې سېنېټر كونز٬د فرانس صدر د خارجه چارو صلاحكار او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر سره جلا جلا ملاقاتونه هم كړې دي۔