نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وئيلي دي د چين اعلٰې سفارت كار وانګ يي په نيويارك كښې د ايران نوي صدر مسعود پيزشکيان سره په ملاقات كښې د بهرنو قواؤ په ضد د دوي د سلامتيا د تحفظ ملاتړ لپاره لوظ كړے۔ د العربيه له مخې وانګ يي د ايران صدر مسعود پيزشکيان سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د كلنې غونډې په مهال …
د ايران د خپلواكۍ، سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وقار تحفظ لپاره به ملاتړ روان ساتو۔ چين

مزید خبریں
نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وئيلي دي د چين اعلٰې سفارت كار وانګ يي په نيويارك كښې د ايران نوي صدر مسعود پيزشکيان سره په ملاقات كښې د بهرنو قواؤ په ضد د دوي د سلامتيا د تحفظ ملاتړ لپاره لوظ كړے۔ د العربيه له مخې وانګ يي د ايران صدر مسعود پيزشکيان سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د كلنې غونډې په مهال ليدلي دي ۔ اعليٰ سفارت کار لوظ كړے چې ايران لپاره به تل چين يو اعتمادي ملګرے وي او چين به د ايران خپلواكۍ، سلامتيا، سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وقار تحفظ ملاتړ روان ساتي۔ د چين سفير زياته كړه چې چين تل د ايران په كورنيو چارو كښې د بهرنو قواؤ د لاس وهنې او بنديزونو او يا د فشار اچولو هم مخالفت كړے دے







