نيو يارك 25 ستمبر (اے پي پي) په لبنان اسرائيلي فضائي بريدونو او د حزب الله لخوا د توغندو بريدونو په مېنځني ختيز كښې د بشپړه جنګ اندېښنه زياته كړې ده٬ بلخوا لبنان وئيلي دي چې يوازې امريكا د جنګ په ختمولو كښې مرسته كولې شي۔ د المان خپرونې ادارې ډي ډبليو له مخې د لبنان خارجه وزير عبد الله بو حبيب د امريکې جمهور ريئس جو بائيډن عمومي اسمبلۍ …
يوازې امريكا جنګ ختمولو كښې مرسته كولې شي۔ لبنان

مزید خبریں
نيو يارك 25 ستمبر (اے پي پي) په لبنان اسرائيلي فضائي بريدونو او د حزب الله لخوا د توغندو بريدونو په مېنځني ختيز كښې د بشپړه جنګ اندېښنه زياته كړې ده٬ بلخوا لبنان وئيلي دي چې يوازې امريكا د جنګ په ختمولو كښې مرسته كولې شي۔ د المان خپرونې ادارې ډي ډبليو له مخې د لبنان خارجه وزير عبد الله بو حبيب د امريکې جمهور ريئس جو بائيډن عمومي اسمبلۍ ته په خطاب تنقيد كولو سره وئيلي دي چې امريكا يوازنې هېواد دے كوم چې مېنځني ختيز او لبنان لپاره حالاتو كښې بدلون راوستلے شي۔ په نيويارك كښې د کارنيګي انډومنټ فار انټرنيشنل پيس په اهتمام كښې دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل امريكا زمونږ د نجات كليد دے۔ د لبنان د صحت وزير فراس ابيض ووېيل د ګل د سهار راهسې د اسرائيل په بريدونو كښې په لبنان كښې د 50 كوچنيانو پشمول 569 كسان مړه او 1835 كسان ژوبل شوې دي۔







