اسرائيل د فلسطين زمكه د “ماشومانو او مېرمنو په لويه اديره” بدلوي٬نيتن ياهو او د هغه د قتل عام نيټ ورك”د انسانيت اتحاد”د لارې مخ نيوې پكار دے ۔د تركيه صدر رجب طيب اردوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب

ملګري ملتونه 24ستمبر(اے پی پی)د تركيه صدر رجب طيب اردوان د غزه په بابله په غېر فعاله كېدو په ملګرو ملتونو ټكونه كولو سره وئېلي دي اسرائيل د فلسطين زمكه د "ماشومانو او مېرمنو لپاره د نړۍ په لويه اديره" بدلوي٬نيتن ياهو او د هغه د قتل عام نيټ ورك"د انسانيت اتحاد"د لارې مخ نيوې پكار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو …

ملګري ملتونه 24ستمبر(اے پی پی)د تركيه صدر رجب طيب اردوان د غزه په بابله په غېر فعاله كېدو په ملګرو ملتونو ټكونه كولو سره وئېلي دي اسرائيل د فلسطين زمكه د “ماشومانو او مېرمنو لپاره د نړۍ په لويه اديره” بدلوي٬نيتن ياهو او د هغه د قتل عام نيټ ورك”د انسانيت اتحاد”د لارې مخ نيوې پكار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وينا كښې وكړه۔ده د لبنان مرسته هم وكړه چرته چې اسرائيل حزب الله په نخښه كولو له بريدونه كړي۔د تركيه صدر د مينځني ختيز سيمه جنګ سره په مخ كولو د اسرائيل په وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو حكومت ټكونه وكړل۔رجب طيب اردوان ووئيل په غزه كښې نه يوازې ماشومان بلكې د ملګرو ملتونو نظام هم وژلے كېږي٬په حقيقت كښې هغه اقدار د كومو دفاع له چې لويديز ادعا كوي هغه ختمېږي۔زه دا پوښتنه كوم چې آيا غزه او لوېديزه غاړه كښې مېشته كسان انسانان نه دي؟۔رجب طيب اردوان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل باندې د جنګ مخ نيوي حكم وركولو كښې په ناكامۍ ټكونه وكړل او د ملګرو ملتونو پنځو مستقل غړو پلو اشاره كښې ده ووئيل”نړۍ د پنځو څخه لويه ده٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزه كښې د نسل كشۍ مخ نيوي او د دې بربريت مخ نيوي له د څه څيز انتظار كوي؟”ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د”نيتن ياهو او د هغه د قاتل نيټ ورك مخ نيوي له د اسرائيلي وزيراعظم د المان نازي ايډولف هټلر سره موازنه وكړي څنګه چې هټلر 70 كاله وړاندې د انسانيت اتحاد مخ نيوے كړے ؤ دغسې نيتن ياهو او د هغه د قاتل نېټ ورك د “انسانيت اتحاد” د لارې مخ نيوې پكار دے ۔په لبنان د اسرائيل بريدونو په اړه ده ووئيل تاسو د قتل عام نيټ ورك مخ نيوي لپاره نور د څه څيز په طمعه يې كوم چې د فلسطينيانو سره سره د خپلو وګړو ژوند هم او ټوله سيمه د جنګ سره مخ كوي۔اردوان په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره ووئيل بايد په سمدستي توګه مستقل جنګ بندي وكړې شي او تر غزه انساني مرسته د تعطل نه غېر ورورسولې شي۔