د هندي وزيراعظم نريندر مودي امريكې ته د راتګ په مهال د كشميريانو او سكھانو احتجاجي لاريون

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د هند وزيراعظم نريندر مودي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې ګډون لپاره نيويارك ته د راتګ په مهال كشميريانو او سكھانو احتجاجي مظاهره كولو سره د هندي رياستي ترهګرۍ په ضد سخته نعري بازي كړې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې مظاهرچيانو وئيلي چې مودي ته په امريكا كښې هركلې نشي وئيلې كېدې ځكه چې ھعه كشميريانو اوسكھانو سره سره د امريكائي وګړو …

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د هند وزيراعظم نريندر مودي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې ګډون لپاره نيويارك ته د راتګ په مهال كشميريانو او سكھانو احتجاجي مظاهره كولو سره د هندي رياستي ترهګرۍ په ضد سخته نعري بازي كړې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې مظاهرچيانو وئيلي چې مودي ته په امريكا كښې هركلې نشي وئيلې كېدې ځكه چې ھعه كشميريانو اوسكھانو سره سره د امريكائي وګړو په قتل كښې هم ملوث دے۔ مظاهرچيانو د كشمير د آزادۍ او د خالصتان جوړولو پهحق كښې چغې ووهلے٬ دوي په لاسونو كښې كتبې او بېنزې پورته كړې وې چې پرې د هند د رياستي ترهګرۍ په ضد نعرې درج وې٬ د احتجاجي مظاهرې اهتمام فرينډز آف كشمير انټرنيشنل كړې ٶ۔ په دې موقع د فرينډز آف كشمير چيئرپرسن غزاله حبيب ووئيل په جمو و كشمير كښې به د آزادۍ تحريك تر خپلواكۍ ترلاسه كولو په هر قيمت دوامدار ساتلے شي