رياض 23 ستمبر (اے پي پي) په رياض كښې د پاکستان سفارت د ګل په ورځ د سعودي عربستان په 94مه قامي ورځ سعودي عربستان سره د ستراتېژك اړيكو لا قوي كولو عزم پخلے كړے دے او سعودي مشرانو او اولس ته ئې پېرزوينې وړاندې كولو له په عربۍ كښې يو خاص وېډيو هم جاري كړې٬ په وېډيو كښې سيمه ايز امن ٬ پرمختګ او خوشحالۍ له په ګډه كار …
د پاكستاني سفارت پاك سعودي ستراتېژيكي اړيكې لا قوي كولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
رياض 23 ستمبر (اے پي پي) په رياض كښې د پاکستان سفارت د ګل په ورځ د سعودي عربستان په 94مه قامي ورځ سعودي عربستان سره د ستراتېژك اړيكو لا قوي كولو عزم پخلے كړے دے او سعودي مشرانو او اولس ته ئې پېرزوينې وړاندې كولو له په عربۍ كښې يو خاص وېډيو هم جاري كړې٬ په وېډيو كښې سيمه ايز امن ٬ پرمختګ او خوشحالۍ له په ګډه كار كولو له د پاكستان عزم تكرار شوے۔ په رياض كښې پاکستاني سفارت خپلې خبر پاڼې كښې وئيلي دي چې دا د خېرسګالۍ جذبه د پاكستان او سعودي ترمېنځه د ژورو٬ تاريخي او تذويراتي اړيكو ثبوت دے۔ په وېډيو كښې سفارت د دواړو هېوادونو ترمېنځه تل پاتې د ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولې كومې چې په شريك احترام، شريك كلتوري اقدارو او په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته اډانه دي







