اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان ټولو ملګرو او ګاونډي هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړي٬ پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو په سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬د سرمايه كارۍ ښه پالېسو په سبب پاكستان په سوئېلي آسيا كښې سرمايه كارۍ له تر ټولو ښه هېواد …
پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو په سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان ټولو ملګرو او ګاونډي هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړي٬ پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو په سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬د سرمايه كارۍ ښه پالېسو په سبب پاكستان په سوئېلي آسيا كښې سرمايه كارۍ له تر ټولو ښه هېواد دے٬نړيوال سرمايه كار د دې څخه استفاده كولې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نائيجېريا هائي كمشنر٬د سوئټزرلينډ٬د عرب امارات٬بوسنيا هرزيګوينا او د مصر سفيرانو سره د جلا جلا ملاقاتونو په مهال وكړې كومو چې په ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې ده ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔ اولس مشر ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره د دوه ا ړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ ده هيله څركنده كړه چې نوې غوره شوي سفيران به د دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له اقدامات وكړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د امن په اصولو عمل كوي او په نړيواله كچه د يو مهم او ذمه واره هېواد حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ له امله نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپل شوې هېواد دے او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ګڼې قربانۍ وركړې دي٬بايد نړيواله ورورولي د پاكستان قربانۍ ومني۔ ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد عمليات روان دي او تر آخري ترهه ګر ختمولو به دا عمليات روان وي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د معيشت پشمول په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړے٬د حكومت د ښه پالېسو په سبب د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬د سرمايه كارۍ ښه پالېسو په سبب پاكستان په سوئېلي آسيا كښې سرمايه كارۍ له تر ټولو ښه هېواد دے٬نړيوال سرمايه كار د دې څخه استفاده كولې شي۔اولس مشر نوې سفيرانو او هائي كمشنر له مباركي وركړه۔ په دې موقع د پاكستان او اړوند هېوادونو قامي سردونه وغږول شول او ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔(











