د خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبلۍ نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كړو

پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبلۍ نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كړو ۔ د خېبر پښتونخوا د نوې ټاكلې اسمبلۍ وړومبۍ غونډه د سپيكر مشتاق غني په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه كومه چې نزدې 2 ساعته تاخير سره پېل شوه ۔ د غونډې په مهال د صوبائي اسبملۍ 115 نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كړو۔ د غونډې په پېل كښې …

پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبلۍ نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كړو ۔ د خېبر پښتونخوا د نوې ټاكلې اسمبلۍ وړومبۍ غونډه د سپيكر مشتاق غني په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه كومه چې نزدې 2 ساعته تاخير سره پېل شوه ۔ د غونډې په مهال د صوبائي اسبملۍ 115 نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كړو۔ د غونډې په پېل كښې سپيكر د صوبې شهيدانو لپاره دعا وكړه۔ د صوبائي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر انتخاب به د زيارت په ورځ او د وزيراعلي انتخاب به د جمعې په ورځ كېږي۔ الېكشن كمېشن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د 110 جنرل او 5 پنځو مېرمنو چوكو اعلاميه جاري كړې٬ په باجوړ او كوهاټ كښې د صوبائي اسمبلۍ د كانديدانو پحق رسېدو له امله په دوه حلقه جات كښې ټاكنې نه دي شوي