ملتان۔ 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د روان پي اېس اېل 9 م ايډيشن يو مهم مېچ نن د نهې په ورځ د روايتي حريفو ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمينځه كيږي۔ دوه كاله وړاندې هم په ننۍ ورځ د دواړو لوبډلو ترمينځه د پي اېس اېل7م فائنل مېچ په قذافي سټيډيم كښې شوے ؤ په كوم كښې چې لاهور قلندرز …
د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمينځه مقابله نن كيږي٬ دوه كاله وړاندې هم په دې ورځ قلندرز سلطانز له ماتې وركړې شوې وه

مزید خبریں
ملتان۔ 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د روان پي اېس اېل 9 م ايډيشن يو مهم مېچ نن د نهې په ورځ د روايتي حريفو ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمينځه كيږي۔ دوه كاله وړاندې هم په ننۍ ورځ د دواړو لوبډلو ترمينځه د پي اېس اېل7م فائنل مېچ په قذافي سټيډيم كښې شوے ؤ په كوم كښې چې لاهور قلندرز ملتان سلطانز ته ماتې وركولو سره په وړومبي ځل د پي اېس اېل چېمپئن ګرځېدلے ؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ملتان سلطانز په 5 مېچونو كښې 4 مېچونه ګټلو سره په پوائنټس ټېبل تر ټولو وړاندې روان دے۔ بلخوا لاهور قلندر تر دې دمه كوم مېچ نه دے ګټلے










