ملتان۔ 25 فروریاے پی پی) د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ 9 م ايډيشن په 11 م مېچ كښې ملتان سلطان كوئټه ګلېډي ايټر ته په 13 رنز ماتې وركولو سره په ايونټ كښې 4 مه كاميابي ترلاسه كړه۔ د اتوار په ورځ په ملتان کرکټ سټېډیم كښې شوي د پي اېس اېل په 11م مېچ كښې د کوئټه ګلېډی اېټرز کپتان د ملتان سلطانز په ضد ټاس ګټلو …
پي ايس ايل 9 ٬ ملتان سلطانز كوئټه ګليډي ايټرز ته په 13 رنز ماتې وركړه

مزید خبریں
ملتان۔ 25 فروریاے پی پی) د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ 9 م ايډيشن په 11 م مېچ كښې ملتان سلطان كوئټه ګلېډي ايټر ته په 13 رنز ماتې وركولو سره په ايونټ كښې 4 مه كاميابي ترلاسه كړه۔ د اتوار په ورځ په ملتان کرکټ سټېډیم كښې شوي د پي اېس اېل په 11م مېچ كښې د کوئټه ګلېډی اېټرز کپتان د ملتان سلطانز په ضد ټاس ګټلو سره د باؤلنګ پرېكړه وكړه۔ ملتان سلطانز په ټاكلې 20 اورونو كښې د درې وكټونو په زيان 180 رنز جوړ كړل۔ ریزا هېنډرکس 72 رنز ٬ کپتان محمد رضوان 51 رنز ٬ عثمان خان 14 او طیب طاهر 35 رنز جوړ كړل۔ د کوئټه لخوا محمد عامر دوه او عقيل حسېن او ابرار احمد يو يو وكټ ترلاسه كړو۔ د 181 رنز هدف په تعاقب كښې د كوئټه ګلېډی ایټرز ډلې يوازې 176 رنز جوړ كړل۔ د ملتان سلطانز لخوا محمد علی او ډیو ډولی درې ٬ درې ٬ آفتاب ابراهيم دوه او اسامه مير يو وكټ ترلاسه كړو۔ په ټورنامنټ كښې تر دې دمه ملتان سلطان 5 مېچونو كښې 4 ګټلي دي۔ د دې په مقابله كښې کوئټه ګلېډی اېټرز څلورو كښې درې مېچونه ګټلي دي۔ په پوائنټس ټېبل ملتان سلطانز په اولني او كوئټه په دويم لمبر ده۔











