د سندھ ګورنر سره د روضه رسول (ص) كليد بردار شيخ نوري ملاقات

کراچۍ۔ 24 فروری (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره د روضه رسول (ص) كليد بردار شېخ نوري په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ګورنر هاؤس كښې په پاتې كېدو د سندھ ګورنر د شېخ نوري محمد علي مننه كولو سره ووئيل ستاسو په ګورنر هاؤس كښې پاتې كېدل زما لپاره يو سعادت او درناوې دې۔ ستاسو په شفقت او مينه زه وياړ لرم۔ شېخ محمد نوري د ګورنر د فلاحي اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل اولس نه مايوسه كول ٬ د طاقتور پاكستان راشن بېګونه او خصوصي آئي ټي كلاسونه د ستائنې وړ اقدامات دي۔