د پاكستان او هند بلائنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز دريم او وروستې ميچ (سبا) كيږي

دبئی۔24فروری(اے پی پی) د پاكستان او هند بلائنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم او وروستې ميچ (سبا) د اتوار په ورځ آئي سي سي كركټ اكېډمۍ دبۍ (يو اے اي) كښې كيږي۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې مېچونو سيريز دوه مېچونه شوي دي په كومو كښې چې په اولني كښې پاكستان هند ته په 5 وكټونو او په دويم كښې هند پاكستان ته په 46 رنزونو ماتې وركړې وه۔