د نیوزی لینډ او آسټرېلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه دريم او وروستې ټي ټونټي نړيوال ميچ (سبا) كيږي

آکلېنډ۔24فروری(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او آسټرېلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې ټي ټونټي نړيوال مېچ (سبا) د اتوار په ورځ په آكلېنډ كښې كيږي۔ د نیوزی لېنډ لوبډله به د مچل سېنټنر او د آسټرېلیا لوبدله به د مچل مارش په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ آسټرېلیا ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ کېنګروز په وېلنګټن كښې شوي اولني مېچ كښې 6 وكټونو او دويم مېچ كښې 72 رنزونو سره كاميابي ترلاسه كولو سره سيريز په خپل نوم كړے دے۔ د ټی 20 سیریز څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز په 29 فرورۍ پېل شي۔