د سريلنکا او افغانستان ترمنځه د کرکټ ټي ټونټي دريم او آخري ميچ به (سبا) كېږي

کولمبو 20 فروری (اے پی پی) د سريلنكا او افغانستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټې 20 مېچونو د سېريز وړومبې او آخري مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ رنګيري انټرنېشنل سټيډيم دمبولا كښې كېږي۔ سریلنکا ته د افغانستان په ضد درې ميچونو سیریز كښې 0-2 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ آئی لینډرز وړومبي ټی ټونټی میچ كښې افغانستان له په 4 رنز دغسې دويم ټی ټونټی میچ كښې په 72 رنز سره ماتې وركړې ؤ۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې يواځني ټیسټ میچ كښې آئی لینډرز 10 وکټو سره كاميابي ترلاسه كړې وه،دې نه پس درې يوه ورځني ميچونو سیریز شوې ؤ چې پكښې كوربه ډلي افغانستان له په 0-3 سرعه ماتې وركړې ؤ۔د درې ټی ټونټی انټرنیشنل میچونو سیریز دريم او آخري ټی ټونټی میچ به په 21 فروری کېږي۔