د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي نړيوال ميچ سبا كيږي

دمبولا۔18فروری(اے پی پی) د سری لنکا او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي نړيوال مېچ (سبا) د ګل په ورځ په دمبولا كښې كيږي۔ سري لنكا ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې آئی لینډرز افغانستان ته په 4 رنزونو ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي ټونټي سيريز دويم مېچ به سبا د ګل په ورځ د فرورۍ په 19 مه او درېم او وروستې په 21 مه نېټه كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سري لنكن لوبډلې يوازينې ټېسټ مېچ او د درې يو ورځني مېچونو سيريز په خپل نوم كړے دے۔