پاکستانے سفیر فیصل نیازی ترمذی به په 19 فرورۍ ګلف فوډ2024 كښې د پاكستاني پويلين پرانسته كوي

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) په متحده عرب اماراتو كښې د پاكستان سفير فيصل نيازي ترمذي به په 19 فروري دبۍ كښې په ګلف فوډ 2024 كښې د پاكستاني پويلين پرانسته كوي۔ ګلف فوډ به 19 فرورۍ څخه تر 23 فرورۍ په دبۍ ورلډ ټرېډ سېنټر كښې دوام لري۔ د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی پاکستان د شمېرو له مخې په دې خصوصي ايونټ كښې كاروباري او تجارتي موقعو څخه بشپړه ګټه پورته …

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) په متحده عرب اماراتو كښې د پاكستان سفير فيصل نيازي ترمذي به په 19 فروري دبۍ كښې په ګلف فوډ 2024 كښې د پاكستاني پويلين پرانسته كوي۔ ګلف فوډ به 19 فرورۍ څخه تر 23 فرورۍ په دبۍ ورلډ ټرېډ سېنټر كښې دوام لري۔ د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی پاکستان د شمېرو له مخې په دې خصوصي ايونټ كښې كاروباري او تجارتي موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له د پاكستان 98 كمپنۍ په ګلف فوډ كښې ګډون كوي۔ پاكستان د غنمو ٬ پومبې ٬ ګني ٬ آم كھجورو او مالټو پېداوار حوالې سره د نړۍ په لس لويو هېوادونو كښې شمېرلے شي او د پاكستان د كركيلې څانګه په نړيواله مندۍ كښې ځانګړې كردار لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ګرده نړۍ كښې 5 زره څخه زيات نندارتون كوؤنكي په ګلف فوډ كښې كډون كوي په كوم كښې به چې غذائي صنعت او دې سره اړوندو نورو څانګو ته خاص پاملرنه كولې شي

مزید خبریں