د هند او انګلينډ ترمينځه دريم ټيسټ 15 فرورۍ څخه راجكوټ كښې پيل كيږي

راجکوټ۔12 فروری (اے پی پی) د هند او انګلينډ كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 ميچونو د مشتمل سيريز دريم ټيسټ 15 څخه تر 19 فرورۍ په سوراشټرا كركټ اېسويسي اېشن سټيډيم ٬ راجكوټ كښې پيل كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 مېچونو سيريز تر دې دمه 1-1 سره برابر دے۔ برطانوی لوبډلې په اولني ټېسټ مېچ كښې هند ته 28 رنز سره ماتې وركړې وه۔ په دويم ټېسټ كښې هندي لوبډلې غوره كم بېك كولو سره انګلېنډ ته په 106 رنز ماتې وركولو سره د 5 ټېسټ مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ د انګلېنډ لوبډله به د هند دورې په مهال د كوربه هندي لوبډلې په ضد د 5 ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټېسټ سيريز درېم مېچ به 15 څخه تر 19 فرورۍ په سوراشټرا کرکټ اېسوسی اېشن سټیډیم، راجکوټ ٬ څلورم ټېسټ مېچ 23 څخه تر 27 فرورۍ په جے اېس سی اے انټرنېشنل سټیډیم کمپلېکس، رانچی كښې او وروستې ټېسټ مېچ به 7 څخه تر 11 مارچ په هماچل پردېش کرکټ اېسوسی اېشن سټیډیم، دھرم شاله كښې كولې شي