د رايې حق كارول د وطن پالنې نښه ده٬ هيواد يوازې د رايې حق كارولو سره مخ په وړاندې تللے شي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو و فاقي وزير مرتضی سولنګي د ټولټاكنو په اړه د پي ټي وي خصوصي خپرونه كښې خبرې

اسلام آباد۔8فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو، خپرولو او پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د رايې حق كارول د وطن پالنې نښه ده، هېواد یوازې د رایې حق كارولو سره مخ په وړاندې تللے شي۔ نوموړي دا خبره د جمعې په ورځ د پي ټي و ي د ټاكنو حوالې سره په ځانګړې خپرونه کښې د وینا په مهال وکړه۔ ده ووئيل د حلقه اېن اے اسلام آباد-1 په پولنګ سټېشن كښې د رايې حق كارؤنكے اولنے ووټر زه ومه۔ ده ووئيل د پاكستان 12 كروړه وګړي دې نن د خپلې خوښې كانديد ټاكنې له ووټ واچوي۔ ده ووئيل ووټ اچول د وطن پالنې نښه ده٬ هېواد یوازې د رایې حق كارولو سره مخ په وړاندې تللے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب کښې داطلاعاتو وزير ووئيل چې د اطلاعاتو د نګران وزير په حېث په اولني پرېس بريفنګ كښې ما نه اولنۍ پوښتنه د ټولټاكنو د كېدو په اړه شوې وه۔ ده ووئيل د نګران حكومت په دې ټوله موده كښې د ټاكنو په اړه بې بنسټه خبرې وكړې شوې۔ ده ووئيل ټاكنې كولو كښې مونږ د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه٬ په سېنېټ كښې مو د ټاكنو د ځنډولو قراداد مخالفت وكړو۔ نن د ټاكنو دغه ټولې بې بنسټه ډنډورې مسترد كړې شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هېواد به په ښه حالت كښې ټاكلې شويو استازو ته سپارؤ۔ ده ووئيل نګران حكومت د امنيت او معيشت په شمول يو شمېر مسئلو سره مخ وو٬ نګرانې كابينې چې كله څوګند پورته كړو نو د ډالر قيمت 296 روپۍ وو ٬ په اوپن ماركيټ كښې ډالر 350 څخه تر 400 روپو ته رسېدلے وو۔ ده ووئيل معيشت د هېواد تر ټولو لويه مسئله ده٬ د اولس د اصل مسئلو په اړه د ټولو رايې يوه ده۔ ده ووئيل د آئين په مقدمه كښې ليكلي شوي دي چې دا هېواد به د دې ټاكلي استازي چلوي۔ ده ووئيل په سباؤن كښی د مشرتابه زيات پام به د هېواد اولس او معيشت ته وي۔ ده ووئيل سره د ډېرو ستونزو پاكستانې اولس جمهوريت څخه مايوسه نه دے۔ وفاقی وزیر ووئيل كال 2024ء د نړۍ په ډېرو هېوادونو كښې د ټاكنو كال دے۔ د پاكستان د ټاكنو عمل ته د ګردې نړۍ سترګې دي ٬ 200 څخه زياتو غېر ملكي ادارو لپاره كار كوؤنكي خبريالان وړاندې څخه پاكستان كښې موجود دي۔ ده ووئيل د ټاكنو كورېج لپاره غېر ملكي خبريالان او مبصرين پاكستان ته راغلې دي۔ ده ووئيل ځينې كسان په هېواد كښې عدم استحكام رامخې ته كول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په غیر قانونی توګه د مېشته بهرنيو وګړو ويستل لويه مسئله وه ٬ 6 لكه څخه زيات خپلو هېوادونو ته بېرته تلې دي۔ ده ووئيل پی ټی وی د خپرونې قومی اداره ده ٬ د دې معيار به لا پياوړې كړؤ۔