د هند او انګلينډ كركټ لوبډلو ترمينځه دريم ټېسټ د فرورۍ 15 مې نيټې څخه پيل كيږي

راجکوټ۔6 فروری (اے پی پی) د هند او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كښې اولنے مېچ د 15 څخه تر 19 فرورۍ په سوراشټرا کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، راجکوټ كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ د برطانيی لوبډلې په اولني ټېسټ مېچ كښې هند ته په 28 رنز سره ماتې وركړې وه۔ په دويم ټېسټ مېچ كښې د هند لوبډلې په زړه پورې كم بېك كولو سره انګلېنډ ته په 106 رنز ماتې وركړه او د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړے شو ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټېسټ سيريز درېم مېچ به 15 څخه تر 19 فرورۍ په سوراشټرا كركټ اېسوسي اېشن سټېډيم راجكوټ ٬ څلورم 23 څخه تر 27 فرورۍ په جے اېس سي اے انټرنېشنل سټيډيم كمپلېكس ٬ رانچي او پنځم او وروستے ټېسټ مېچ به د 7 څخه تر 11 مارچ په هماچل پردېش کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، دھرم شاله كښې كېږي