نوے ډيلے ۔29 جنوری(اے پی پی) د هند او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه په 5 ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كښې دويم مېچ د فرورۍ 2 مې څخه تر 6 مې نېټې په ډاکټر وائے ۔ایس راج شیکھرا ریډی اے سي ایس۔وي ډي سي اے کرکټ سټېډیم، وشاکھاپټنم كښې كېږي۔ مېلمه لوبډلې ته د هند په ضد د 5 ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ انګلېنډ په اولني …
د هند او انګلېنډ ترمينځه دويم ټيسټ ميچ د فرورۍ په 2 مه نيټه پيل كيږي

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔29 جنوری(اے پی پی) د هند او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه په 5 ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كښې دويم مېچ د فرورۍ 2 مې څخه تر 6 مې نېټې په ډاکټر وائے ۔ایس راج شیکھرا ریډی اے سي ایس۔وي ډي سي اے کرکټ سټېډیم، وشاکھاپټنم كښې كېږي۔ مېلمه لوبډلې ته د هند په ضد د 5 ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ انګلېنډ په اولني ټېسټ كښې هند ته په 28 رنزونو ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم ټېسټ به د فرورۍ 15 مې څخه تر 19 مې نېټې په سوراشټرا کرکټ اېسوسی اېشن سټیډیم، راجکوټ ٬ څلورم د فرورۍ 23 مې څخه تر 27 مې نېټې په جے اېس سی اے انټرنېشنل سټېډیم کمپلېکس، رانچی او پنځم او وروستے ټېسټ مېچ به د مارچ 7 مې څخه تر 11 مې نېټې په هماچل پردېش کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، دھرم شاله كښې كولې شي











