حېدرآباد 24 جنوري (اے پي پي) د هند او انګلستان ترمېنځه د پنځو مېچونو د سيريز وړومبے ټېسټ مېچ به (نن) د زيات په ورځ په حېدرآباد كښې په راجيوګاندهي انټرنېشنل لوبغالي كښې كېږي۔ د انګلستان د كركټ لوبډلې مشري به بېن سټوكس او روهت شرما به د كوربه لوبډلې مشري كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوېم ټېسټ به د 2 نه تر 6 فروري په ډاكټر وائي٬ اېس راج …
د هند او انګلستان ترمېنځه د پنځو مېچونو د سيريز وړومبے ټېسټ به (نن) پېل كېږي
حېدرآباد 24 جنوري (اے پي پي) د هند او انګلستان ترمېنځه د پنځو مېچونو د سيريز وړومبے ټېسټ مېچ به (نن) د زيات په ورځ په حېدرآباد كښې په راجيوګاندهي انټرنېشنل لوبغالي كښې كېږي۔ د انګلستان د كركټ لوبډلې مشري به بېن سټوكس او روهت شرما به د كوربه لوبډلې مشري كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوېم ټېسټ به د 2 نه تر 6 فروري په ډاكټر وائي٬ اېس راج شېكهر رېډي اے سي اېس۔وي سي اے كركټ سټېډيم وشاكها پټنم كښې كېږي٬ درېم مېچ به د 15 نه تر 19 فرورۍ په سوراشټرا کرکټ ايسوسي ايشن سټيډيم ٬ څلورم مېچ به د 23 نه تر 27 فرورۍ په جے ايس سي اے انټرنيشنل سټيډيم کمپليکس، رانچي كښې او آخري مېچ به د 7 نه تر 11 مارچ هماچل پرديش کرکټ ايسوسي ايشن سټيډيم، دھرم شاله كښې كېږي۔












