نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره پاكستان كښې د تاجکستان سفير الوداعي ملاقات

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره پاكستان كښې د تاجکستان سفير عصمت الله نصير الدين د مخه ښې اغستو ملاقات كړے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د عصمت اللہ نصر الدين د پاکستان او تاجکستان اړيكو په وده كښې د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم تاجك سفير لپاره …

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره پاكستان كښې د تاجکستان سفير عصمت الله نصير الدين د مخه ښې اغستو ملاقات كړے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د عصمت اللہ نصر الدين د پاکستان او تاجکستان اړيكو په وده كښې د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم تاجك سفير لپاره په سباٶن كښې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده هيله ولرله چې تاجکستان څخه راتلونكے سفير به هم دا ډول د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو قوي كولو لپاره كردار ولوبوي۔ دغسې تاجك سفير عصمت اللہ نصر الدين د پاکستان او تاجکستان ترمېنئه د ورورولۍ اړيكو د او تاريخي ګرځولو سره پاكستان كښې خپله استوګنه يادګاري وګرځوله او د پاكستان د مېلمستياﺀ ئې ستائنه وكړه۔ دغسې د تاجکستان سفير د وزيراعظم لخوا د نيكو هيلو د څرګندونې هم مننه وكړه۔