کراچی۔ 19 جنوری (اے پی پی) د پاکستان هاكي لوبډله په عمان كښې د روان اولمپک کوالیفائر ایونټ سیمی فائنل ته رسېدلې۔ د پاکستان او ملائیشیا لوبډلو ترمينځه مېچ تر ټاكلي وخت 3-3 ګولونو سره برابر پاتے شو۔ پاكستان په پول اے كښې 4 پوائنټس سره په دويم درجه پاتې كېدو سره سيمه فائنل كښې ځايې جوړ كړو۔ صدر پی اېچ ایف میر طارق حسین بګټی په دې كاميابۍ د …
اولپمك كواليفائر ايونټ ٬ د پاكستان هاكي لوبډله سيمه فائنل ته ورسېده
کراچی۔ 19 جنوری (اے پی پی) د پاکستان هاكي لوبډله په عمان كښې د روان اولمپک کوالیفائر ایونټ سیمی فائنل ته رسېدلې۔ د پاکستان او ملائیشیا لوبډلو ترمينځه مېچ تر ټاكلي وخت 3-3 ګولونو سره برابر پاتے شو۔ پاكستان په پول اے كښې 4 پوائنټس سره په دويم درجه پاتې كېدو سره سيمه فائنل كښې ځايې جوړ كړو۔ صدر پی اېچ ایف میر طارق حسین بګټی په دې كاميابۍ د پاكستان لوبډلې په شمول ټول قام او وزيراعظم انوار الحق كاكړ ته مباركي وركړه۔ په غوره لوبه كولو عماد شكيل بټ مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د پاکستان هاکی فېډریشن لخوا د جمعې په ورځ د جاري شويو تفصيلاتو له مخې پاكستان په اولمپک کوالیفائر ایونټ كښې سيمي فائنل ته رسېدلې۔ د پاکستان او ملائیشیا لوبډلو ترمينځه مېچ تر ټاكلي وخت 3-3 ګولونو سره برابر پاتې شو۔ د ملائیشیا لخوا صاری فطری،ابوکمال او فرحان اشعری يو يو ګول سكور كړو۔ د پاكستان لخوا سفیان خان پېنلټی کارنر ٬ عماد شکیل بټ او رانا عبدالوحید فيلډ ګول سكور كړو۔ پاکستانۍ لوبډله څلور پوائنټس سره په دويم او برطانوي لوبډله په پول كښې په لومړي لمبر ده۔ په پول بي كښې المان په لومړي او نيوزي لېنډ په دويم لمبر دے۔ پاکستانۍ لوبډله به د المانيا په ضد د جنورۍ په 20 مه نېټه سيمه فائنل مېچ كوي كوم به چې د پاكستاني وخت له م خې د شپې 7 بجې پېل كېږي۔












