د نيوزي لينډ او پاكستان ترمينځه څلورم ټي ټونټي ميچ سبا كيږي

کرائسټ چرچ ۔18جنوری (اے پی پی) د نيوزي لېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 نړيوالو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز څلورم مېچ سبا د جمعې په ورځ د روانې مياشتې په 19 مه نېټه هېګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې كېږي۔ كوربه نيويز لېنډ ډلې ته د پاكستان په ضد د 5 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښی د 0-3 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ کیوی لوبډلې ګرين شرټس …

کرائسټ چرچ ۔18جنوری (اے پی پی) د نيوزي لېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 نړيوالو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز څلورم مېچ سبا د جمعې په ورځ د روانې مياشتې په 19 مه نېټه هېګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې كېږي۔ كوربه نيويز لېنډ ډلې ته د پاكستان په ضد د 5 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښی د 0-3 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ کیوی لوبډلې ګرين شرټس ته په اولني مېچ كښې په 46 رنز ، دويم مېچ كښې په 21 رنز او درېم مېچ كښې په 45 رنز ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه څلورم ټي ټونټي مېچ به په 19 جنوري كرائسټ چرچ كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے آل راؤنډر شاهین شاہ آفریدي او د كوربه لوبډلې نوموړے بېټر کین ولیم سن كوي۔ 5م او وروستے ټي ټونټي مېچ به په 21 جنورۍ كرائسټ چرچ كښې كولې شي۔