د پاكستان هاکی فيډريشن ايف آئی ايچ فائیو سائیډ هاکی ورلډ کپ لپاره د قومي لوبډلې اعلان

کراچی۔ 14 جنوری (اے پی پی) پاکستان هاکی فېډرېشن اېف آئی اېچ فائیو سائیډ هاکی ورلډ کپ كښې ګډون لپاره قومی لوبډله اعلان كړې ده۔ د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د قومی هاکی لوبډلې د مېجنمنټ په سفارشاتو د صدر پي اېچ اېف مير طارق حسېن بګټي حتمي منظورۍ څخه وروستو لوبډله اعلان كړې شوه۔ 28 څخه تر 31 جنورۍ په مسقط عمان كښې كېدونكي اېف آئی اېچ فائیو سائیډ هاکی ورلډ کپ لپاره اعلان كړې شوې قومي لوبډله كښې ګول کیپر عبداللہ اشتیاق، وقار علی، محمد عبداللہ، عماد شکیل بټ، معین شکیل، عبدالحنان شاهد، غضنفر علی، زکریا حیات، رانا عبدالوحید اشرف او ارشد لیاقت شامل دے۔ په ټیم مېنجمنټ كښې هېډ کوچ/ منېجر اولمپیئن شکیل عباسی،کوچ اولمپیئن دلاور حسین، وقاص محمود فزیوتھرپسټ شامل دے۔