د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي 20 نړيوال ميچ (سبا) كيږي

هېملټن۔13جنوری (اے پی پی) د پاکستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي 20 نړيوال مېچ د اتوار په ورځ په سيډن پاك ٬ هېملټن كښې كېږي۔ نيوزي لېنډ ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په آكلېنډ كښې شوي اولني مېچ كښې كوربه لوبډلې پاكستان ته د يوې خوندورې مقابلې څخه وروستو 46 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به …

هېملټن۔13جنوری (اے پی پی) د پاکستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي 20 نړيوال مېچ د اتوار په ورځ په سيډن پاك ٬ هېملټن كښې كېږي۔ نيوزي لېنډ ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په آكلېنډ كښې شوي اولني مېچ كښې كوربه لوبډلې پاكستان ته د يوې خوندورې مقابلې څخه وروستو 46 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به شاهين شاه آفريدي او د نيوزي لېنډ کین ولېمسن كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم ټي ټونټي مېچ به په 17 جنورۍ ٬ څلورم په 19 جنورۍ او پنځم او وروستې ټي ټونټي مېچ به په 21 جنورۍ كېږي۔