آکلینډ 10جنوری (اے پی پی) د نیوزی لینډ او پاکستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه په 5 مېچونو مشتمل ټې 20 مېچ به د جنورۍ په 12مه نېټه د آكلېنډ په اېډن پارك كښې كېږي۔ د پاکستان کرکټ ډله دا مهال د اسټريلیا څخه نیوزی لنډ ته رسېدلې ده، ګرین شرټس دا مهال نیوزی لنډ کښې په ټريننګ سېشن كښې بوخت ده ، د دواړو لوبډلو ترمنځه وړومبې ټي ټونټي ميچ …
د پاکستان او نیوزیلینډ کرکټ ډلو ترمنځه وړومبې ټي ټونټي ميچ به د جنورۍ په 12مه نيټه كېږي
آکلینډ 10جنوری (اے پی پی) د نیوزی لینډ او پاکستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه په 5 مېچونو مشتمل ټې 20 مېچ به د جنورۍ په 12مه نېټه د آكلېنډ په اېډن پارك كښې كېږي۔ د پاکستان کرکټ ډله دا مهال د اسټريلیا څخه نیوزی لنډ ته رسېدلې ده، ګرین شرټس دا مهال نیوزی لنډ کښې په ټريننګ سېشن كښې بوخت ده ، د دواړو لوبډلو ترمنځه وړومبې ټي ټونټي ميچ به د جنورۍ په 12مه نيټه په په آکلينډ کښې کېږي. ميچ به د شپې د فلډ لائټس په رڼا كښې كېږي۔د پاکستاني ډلي مشري به نامتو آل راونډر شاهین شاه افریدي کوي او د کوربه کیوي لوبډلې مشري به مشهور بیټسمین کین ویلیمسن کوي۔د پنځو ميچونو سیریز دویم ټې ټوئنټي مېچ به د جنورۍ په 14مه نيټه په هملټن کښې کېږي. څلورم ميچ به د جنورۍ په 17مه نیټه په ډونډین کښې، څلورم ميچ به د جنوري په 19مه نیټه په کریسټ چرچ کښې او پنځم او آخري ميچ به د جنوري په 21مه نیټه په کریسټ چرچ کښې كېږي۔












