ټرېنيډاډ 22 دسمبر (اے پي پي) ويسټ انډيز په پنځم او آخري ټي ټونټي مېچ كښې برتانيه له په څلورو وكټو ماتب وركولو سره سيريز ګټلے دے ۔ د ويسټ انډيز ډلې د 133 هدف په 19.3 اوورز كښې په شپږو وكټو سر كړو۔ د كوربه ډلې فاسټ باٶلر ګوډاکيش موټي د مېچ غوره لوبغاړے او د برتانيه فلپ سالټ د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ په برائن لارا اسټيډيم، …
ويسټ انډيز په پنځم ټي ټونټي مېچ كښې برتانيه له په څلورو وكټو ماتې وركولو سره سيريز وګټلو
ټرېنيډاډ 22 دسمبر (اے پي پي) ويسټ انډيز په پنځم او آخري ټي ټونټي مېچ كښې برتانيه له په څلورو وكټو ماتب وركولو سره سيريز ګټلے دے ۔ د ويسټ انډيز ډلې د 133 هدف په 19.3 اوورز كښې په شپږو وكټو سر كړو۔ د كوربه ډلې فاسټ باٶلر ګوډاکيش موټي د مېچ غوره لوبغاړے او د برتانيه فلپ سالټ د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ په برائن لارا اسټيډيم، تاروبا، ټرينيډاډ كښې د پنځم ټي ټونټي مېچ ټاس وېسټ انډيز په ګټلو وړومبے د فيلډنګ پرېكړه وكړه او د برتانيه لوبډله په 19.3 اوورز كښې 132 رنز باندې آٶټ شوه چې پكښې فلپ سالټ 38 او ليام ليونګسټون 28 رنز جوړ كړل۔ د وېسټ انډيز لخوا ګوډاکيش موټي درې او آندرے رسل، عقيل حسېن اور جېسن هولډر دوه دوه لوبغاړي آٶټ كړل ۔ په ځواب كښې د ويسټ انډيز لوبډلې مطلوب هدف د شپږو وكټو په زيان 19.3 اوورز كښې سر كولو سره ميچ وګټلو او سيريز ئې هم د دوه په مقابل كښې په درېو مېچونو ګټلو سره په خپله نامه كړو












