اے سی سی انډر 19 ایشیا كپ كښې به (سب) نور دوه ميچونه كېږي

دبئۍ 10 دسمبر (اے پي پي) اے سی سی انډر 19 ایشیا كپ كښې به سبا د ګل په ورځ نور دوه ميچونه كېږي، سری لنكا ډله به د یو اے ای او بنګله دیش ډله به جاپان سره مقابله كوي، ایشین كركټ كونسل د سيوري لاندې انډر 19 ایشیا كپ سيالۍ متحده عرب امارات (یو اے ای) كښې رواني دي، ټورنامنټ كښې به د ګل په ورځ د ګروپ …

دبئۍ 10 دسمبر (اے پي پي) اے سی سی انډر 19 ایشیا كپ كښې به سبا د ګل په ورځ نور دوه ميچونه كېږي، سری لنكا ډله به د یو اے ای او بنګله دیش ډله به جاپان سره مقابله كوي، ایشین كركټ كونسل د سيوري لاندې انډر 19 ایشیا كپ سيالۍ متحده عرب امارات (یو اے ای) كښې رواني دي، ټورنامنټ كښې به د ګل په ورځ د ګروپ بی دوه ميچونه كېږي، وړومبې ميچ به د سری لنكا او یو اے ای ترمينځه آئی سی سی اكیډمی ، دبئی كښې كېږي دغسې دويم ميچ به د بنګله دیش او جاپان ترمينځه آئی سی سی اكیډمی ګراؤنډ 2 ، دبئی كښې كېږي۔