بنكاك كښې كيدونكي ورلډ مكسډ مارشل آرتس چيمپئن شپ كښې څلور پاكستاني لوبغاړي ګډون كوي

اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) د تھائي لېنډ ښار بنكاك كښې 6 څخه تر 10 دسمبر كېدونكي ورلډ مكسډ مارشل آرتس چېمپئن شپ كښې څلور پاكستاني لوبغاړي ګډون كوي۔ د پاكستان مسكډ مارشل آرتس فېډرېشن صدر ذوالفقار علي له مخې په ايونټ كښې ګډون كوؤنكو لوبغاړو كښې شاہ زیب، عاصم خان، داؤد جان او عبدالرحمان شامل دے۔ عمران قاسم به د لوبډلې كوچ وي۔ ده ووئيل شاہ زیب او عاصم په ښه فارم كښې دي او د دوئي كاركردګي په زړه پورې پاتې شوې ده۔ ده ووئيل مونږ لوبغاړو لپاره د ممكنه تربيې انتظام كړے دے۔