
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو نګران وفاقی وزیر سرفراز احمد بګټی سره د چین سفیر جیانګ ژائی ډانګ ملاقات كړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د كورنيو چارو نګران وفاقی وزیر سرفراز احمد بګټی ووئيل پاكستان او چین ترمينځه په څو لسيزو مشتمل ملګرتيا د ټولي نړۍ لپاره مثال دے۔ ده د وزیراعظم پاكستان انوارالحق كاكړ د چين كامیابې دورې ذكر كولو سره ووئيل دې دورې سره د سكیورټی پشمول بيلو څانګو كښې به مرسته لا قوي شي، زمونږ راروان هدف د دورې په مهال شوو ځيني لوظنامو له عملی شكل وركول دي۔ده د چين صدر شی جن پنګ ګلوبل سكیورټی انیشی ایټیو وژن ستائلو سره ووئيل ګلوبل سكیورټی زياتولو لپاره پاكستان هر ډول نړيواله مرسته كښې فعاله كردار ترسره كولو له چمتو دے ۔د چین سفیر د چین وګړو له په هر ممكن امنيت وركولو د كورنيو چارو وزير مننه وكړه۔ نګران وفاقی وزیر سرفراز احمد بګټی ووئيل ترهه ګري يو چیلنج دے خو مونږ دې له وړاندې هم ماتې وركړې او دا ځل به په بشپړه ډول د ترهه ګرۍ خاتمه كولې شي