اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) فیفا ورلډ کپ 2026 کوالیفائرز راؤنډ ټو لپاره د تاجکستان فټبال ډله پاکستان ته رارسيدلې ده۔د تاجکستان ډله د دوشنبه څخه اسلام آباد ته جې راورسيدله نو د تاجکستان سفارت کار او نورو غړو د لوبغاړو هركلے وكړو۔په دې موقع ډائریکټر سهولیات، پی اېس بی سعید اختر، سکیورټی آفیسر محمد اشرف او محمد اسد هم موجود وو۔د تاجکستان ډله په سخت امنيت كښې د هوائي ميدان څخه هوټل ته رسولې شوي۔د پاکستان او تاجکستان ترمينځه لوبه به په21 نومبر کېږي او میچ به په جناح فټبال اسټیډیم اسلام آباد كښې د ورځې دوه بجې كېږي۔