د پاكستان٬ازبكستان او افغانستان د تجارت وزيرانو غونډه٬د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه مرستې په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی)د تجارت نګران وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز د افغانستان د صنعت او تجارت وزير الحاجي نور الدين عزيزي او د ازبكستان نائب وزيراعظم او د تجارت وزير ډاكټر جمشيد خد جائيف د نهې په ورځ د وړومنۍ درې اړخيزه غونډې شريكه مشري وكړه۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د غونډې مقصد اقتصادي اړيكې٬سيمه ايزه مرسته او روابط قوي كول دي۔په غونډه كښې …

اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی)د تجارت نګران وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز د افغانستان د صنعت او تجارت وزير الحاجي نور الدين عزيزي او د ازبكستان نائب وزيراعظم او د تجارت وزير ډاكټر جمشيد خد جائيف د نهې په ورځ د وړومنۍ درې اړخيزه غونډې شريكه مشري وكړه۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د غونډې مقصد اقتصادي اړيكې٬سيمه ايزه مرسته او روابط قوي كول دي۔په غونډه كښې د درېو واړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكو ته ودې وركولو پلو پام لرنه شوې۔د غونډې په مهال د تجارت په لار كښې ولاړ خنډان لرې كول٬كسټمز طريقه كار آسانول او د پولې پورې غاړه تجارت ته ودې وركولو ته پام لرنه شوې او په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو جاج واخستلے شو كومو څخه به چې شريكو پروژو٬پبلك ټرانسپورټ پارټنرشپ او نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې نورې لارې پرانستلې شي۔د درې واړو هېوادونو وزيرانو د سيمه ايزې رابطې اهميت تسليمولو سره د تګ راتګ نيټ وركس زياتولو او د سامان وړلو راوړلو آسانولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه كړی۔په دې موقع د تجارت وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز وئېلي دي درې اړخيزه مرستې څخه به په درېو واړو هېوادونو كښې اقتصادي پرمختګ لا تندولو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل خپل استعداد او وسائل كارولو سره پاكستان٬افغانستان او د ازبكستان تر نوو منډيانو رسنه باوري كېدې شي او معيشتونو ته وده ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل درې اړخيزه غونډه نزدې اقتصادي مرستې پلو يو مهم ګام دے٬دې څخه به تجارت٬سرمايه كاري او شريك روابط زيات شي كوم څخه به چې درېو واړو هېوادونو ته ګټه ورسي او يو خوشحال او كوټلې منطقې له لاره هواره شي۔۔

مزید خبریں