كراچي 13اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان او سري لنكا انډر 19 كركټ سيريز تيارۍ په لړ كښې دواړو ډلو د پريكټس په سېشن كښې ګډون كړے۔نېشنل اسټېډيم كراچۍ كښې د جمعې په ورځ د پاكستان او سري لنكا انډر 19 ډلو جلا جلا پريكټس سېشن كښې ګډون وكړو ۔د درې ساعته تربيه كښې دواړو ډلو لوبغاړو فزيكل ټريننګ او نيټ پرېكټس كښې بشپړ ګډون كولو ۔بيټسمينانو او بولرانو خپله پوهه نوره …
د پاكستان او سري لنكا انډر 19 ډلو د پريكټس په سېشن كښې ګډون

مزید خبریں
كراچي 13اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان او سري لنكا انډر 19 كركټ سيريز تيارۍ په لړ كښې دواړو ډلو د پريكټس په سېشن كښې ګډون كړے۔نېشنل اسټېډيم كراچۍ كښې د جمعې په ورځ د پاكستان او سري لنكا انډر 19 ډلو جلا جلا پريكټس سېشن كښې ګډون وكړو ۔د درې ساعته تربيه كښې دواړو ډلو لوبغاړو فزيكل ټريننګ او نيټ پرېكټس كښې بشپړ ګډون كولو ۔بيټسمينانو او بولرانو خپله پوهه نوره هم مستحكمولو لپاره نيټ پريكټس كړے۔دوي فيلډنګ ډرلز هم كړي ۔د خالي په ورځ به هم دواړه ډلې د سهار لس بجو نه تر يوې بجې نېشنل اسټېډيم كښې ټريننګ سيشن كښې برخه اخلي او د اكتوبر 15مې نېټې نه تر 18 اكتوبر سيريز به څلور ورځنے ميچ كوي










