د فلسطينانو شهيدانو شمېره 900 ته ورسېده٬ په غزه كښې 22,639 د استوګنې ودانۍ، 10 روغتونونه ويجاړ شول ، 48 سكولونه زيانمند شول

مقبوضه بېت المقدس ۔11اکتوبر(اے پی پی)د فلسطین د روغتیا وزارت وئیلي دي د غزه په پوله د اسرائیلو د جارحيت په نتيجه كښې تر اوسه د 260 ماشومانو او 230 مېرمنو په ګډون 900 فلسطینیان شهیدان شوي دي۔ د فلسطین خبري اژانس راپور له مخې په شهیدانو کښې 8 خبريالان هم شامل دي۔ 20 نور خبريالان د پېشه ورو ذمه وارو ترسره كولو په مهال سخت ژوبل شوي دي۔ د …

مقبوضه بېت المقدس ۔11اکتوبر(اے پی پی)د فلسطین د روغتیا وزارت وئیلي دي د غزه په پوله د اسرائیلو د جارحيت په نتيجه كښې تر اوسه د 260 ماشومانو او 230 مېرمنو په ګډون 900 فلسطینیان شهیدان شوي دي۔ د فلسطین خبري اژانس راپور له مخې په شهیدانو کښې 8 خبريالان هم شامل دي۔ 20 نور خبريالان د پېشه ورو ذمه وارو ترسره كولو په مهال سخت ژوبل شوي دي۔ د روغتیا وزارت له مخې د اسرائيلي محاصرې په نتيجه كښې په غزه كښې روغتونونه د داروګانو٬ طبي آلات او نورو ضروري څيزونو سخت كمے رامخې ته شوے۔ د روغتيا وزارت ووئيل د برېښنا تعطل د روغتيا نظام لپاره يو چېلنج دے او د دې له امله د سوؤنو په شمېر د ژوبل شوو او رنځورانو ژوند خطر سره مخ دے۔ په دې مهال د روسيه خبري اژانس تاس د فلسطين خارجه وزارت لخوا په اېكس (ټويټر) د جاري شوي بيان تر مخه وئيلې دي د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې تر دې دمه لږ تر لږه 22639 د استوګنې ودانۍ او 10 روغتونونه ويجاړ شوي او د دې نه ځانله 48 سكولونو ته زيان رسېدلے دے۔ دغسې په سيمه كښې د برېښنا او انترنېټ خدمات ځنډول شوي دي۔

مزید خبریں