د غزه نه 2 لكه 60 زره څخه زيات كسان بې كوره شوي٬ ملګري ملتونه

مقبوضه بېت المقدس ۔11اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د غزه نه 260,000 څخه زيات خلق د خپل كورونو په پرېښودلو مجبور شوي دي۔ د عرب خپرونې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ ادارې او سي اېچ اے په يو بيان كښې وئيلي دي په غزه كښې په فلسطيني اولس د بمبارۍ په نتيجه كښې 2 لكه 60 زره څخه زيات كسان د خپلو كورونو په …

مقبوضه بېت المقدس ۔11اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د غزه نه 260,000 څخه زيات خلق د خپل كورونو په پرېښودلو مجبور شوي دي۔ د عرب خپرونې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ ادارې او سي اېچ اے په يو بيان كښې وئيلي دي په غزه كښې په فلسطيني اولس د بمبارۍ په نتيجه كښې 2 لكه 60 زره څخه زيات كسان د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبوره شوي دي۔ ده د فلسطيني چارواكو حواله وركولو سره ووئيل د بمبارۍ له امله 1,000 څخه زيات كورونه ويجاړ شوي او 560 نورو ته دومره زيان رسېدلے دے چې د استوګنې قابل نه دي پاتې شوي۔ ده ووئيل كوم كسان چې بې كوره شوې نه دي هغوي لپاره د خوراك څښاك او نورو بنيادي ضرورتونو ترسره كول ورځ په ورځ ګرانېږي۔ ده ووئيل اسرائيل وړاندې څخه د غزه په پټۍ ناكه بندي كړې ده او د سيمې بشپړه محاصرې سره به بشري وضعه لا ناوړه شي۔

مزید خبریں