د اي سي او غړو هېوادونو وزيرانو كونسل 27 مه غونډه پېل شوه

باکو۔10 اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) غړو هېوادونو وزيرانو كونسل 27 مه غونډه د نهې په ورځ د آذربائیجان په كوربتوب كښې پېل شوې۔ دې څخه وړاندې د اي سي او غړو هېوادونو د لوړې كچې عهدېدارانو غونډه وشوه۔ د آذربائیجان دوهم خارجه وزير یالچین رفائیف په مشرۍ كښې غونډه كښې د اقتصادی مرستې تنظيم د وزرا کونسل 27 مې غونډې په ايجنډا د …

باکو۔10 اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) غړو هېوادونو وزيرانو كونسل 27 مه غونډه د نهې په ورځ د آذربائیجان په كوربتوب كښې پېل شوې۔ دې څخه وړاندې د اي سي او غړو هېوادونو د لوړې كچې عهدېدارانو غونډه وشوه۔ د آذربائیجان دوهم خارجه وزير یالچین رفائیف په مشرۍ كښې غونډه كښې د اقتصادی مرستې تنظيم د وزرا کونسل 27 مې غونډې په ايجنډا د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګران خارجه وزير جلیل عباس جیلانی په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ خارجه وزير جليل عباس جيلاني به د غونډې په موقع د غړو هېوادونو وزيرانو او نورو مهم شخصياتو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ په اي سي او كښې د پاكستان او آذربائیجان پشمول ترکیه، ایران، افغانستان، قزاخستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان اوازبکستان شامل دي۔

مزید خبریں