اقوام متحدہ۔9اکتوبر(اے پی پی) د فلسطین او اسرائیل ترمينځه جنګ څخه وروستو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډه بې نتيجې ختمه شوې ده ۔ د برطانېي ورځپاڼې له مخې د اكتوبر په 7 مه نېټه فلسطيني ډلې حماس غزہ څخه په اسرائيل بريد وكړو چې له امله يۍ د فلسطين او اسرائيل ترمينځه جنګ پېل شو۔ د حماس د بريد په نتيجه كښې 700 اسرائیلی مړه او ګڼ …
فلسطين اسرائيل جنګ ٬ د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه بې نتيجې ختمه شوه
اقوام متحدہ۔9اکتوبر(اے پی پی) د فلسطین او اسرائیل ترمينځه جنګ څخه وروستو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډه بې نتيجې ختمه شوې ده ۔ د برطانېي ورځپاڼې له مخې د اكتوبر په 7 مه نېټه فلسطيني ډلې حماس غزہ څخه په اسرائيل بريد وكړو چې له امله يۍ د فلسطين او اسرائيل ترمينځه جنګ پېل شو۔ د حماس د بريد په نتيجه كښې 700 اسرائیلی مړه او ګڼ شمېر نور يرغمال كړې شوي۔ بلخوا د اسرائيل په فضائې بريدونو كښې د 20 كوچنيانو پشمول 400 څخه زيات وګړي شهيدان شوي دي۔ د اسرائيل او فلسطين ترمينځه جنګ څخه وروستو اروپائي هېواد مالټا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډې رابللو خواست كړے۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو يو شمېر غړو د حماس لخوا په اسرائيل د بريد غندنه وكړه ولې بياهم په كومه شريكه اعلاميه موافقت ونه كړے شو۔ د روسيه په مشرۍ كښې غړو د حماس غندنه كولو په ځاے ووئيل هيله لرؤ چې دې معاملې ته به بشپړه پام لرنه وكړې شي۔ د روسيه سفير ووئيل زمونږ پېغام په سمدستي توګه د جنګ بندۍ او خبرو كولو دے۔ چين ووئيل هغه به د ګډې بيان ملاتړ كوي۔ چينائي سفير ووئيل دا يوه غېر معمولي خبره ده چې سلامتي كونسل څه نه دي وئيلې۔ د غونډې پېل كېدو څخه وړاندې اسرائیلی سفیر ګیلاډ ایردان د حماس لخوا د يرغما كړے شوو اسرائيلي وګړو عكسونه وړاندې كړل۔ ده سلامتي كونسل ته ووئيل د دې ظلم بايد غندنه وكړې شي۔ اسرائیل ته دې د خپلې دفاع حق وركړے شي۔ فلسطيني سفير رياض منصور په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه دې د اسرائيلي قبضې خاتمې ته خاص پام وګرځوي۔ ده ووئيل اسرائيل ته بايد د لارې بدلولو وئيلې شي او هغه د امن لاره ده چرته چې نه فلسطيني ووژلے شي او نه كوم اسرائيلے۔ د متحدہ عرب امارات سفیرې لانا ذکی نصیبه ووئيل د سلامتي كونسل زياتره غړي دا ګڼي چې دوه رياستي حل لپاره سياسي لاره د دې شخړې په حتمي توګه د حل كولو يوازينۍ لاره ده











