په ورلډ كپ كركټ ټورنامنټ كښې د دو, مېچونو پرېكړه سبا كېږي ٬ پاكستان به خپل دويم مېچ د سري لنكا په خلاف كوي

اسلام آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ورلډ کپ ټورنامنټ په 13م اېډيشن كښې (سبا) د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنے مېچ به د دفاعی چېمپئن انګلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه سهار 10 بجې او دويم به د پاكستان او سري لنكا لوبډلو ترمينځه يوه نيمه بجه پېل كېږي۔ د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د …

اسلام آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ورلډ کپ ټورنامنټ په 13م اېډيشن كښې (سبا) د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنے مېچ به د دفاعی چېمپئن انګلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه سهار 10 بجې او دويم به د پاكستان او سري لنكا لوبډلو ترمينځه يوه نيمه بجه پېل كېږي۔ د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئي سي سي مېنز ورلډ کپ ټورنامنټ 13م اېډېشن په هند كښې روان دے۔ په مېګا ايونټ كښې به سبا د نهې په ورځ د دوو مېچونو پرېكړه وكړې شي اولنے مېچ به د دفاعی چېمپئن انګلېنډ او بنګله دېش ترمينځه سهار لس بجې په هماچل پردېش کرکټ ایسوسی ایشن سټیډیم، دھرم شاله او دويم به يو نيمه بجه د پاکستان او سری لنکا ترمينځه په راجیو ګاندھی انټرنیشنل سټیډیم، حیدرآباد كښې كېږي۔ په دې ټورنامنټ كښې 10 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې هند ،دفاعی چیمپئن انګلینډ، پاکستان ، افغانستان، آسټریلیا، بنګله دېش، نیدرلینډز ، نیوزی لینډ، جنوبی افریقا او سری لنکا شاملې ده۔ انګلینډ لوبډله په مېګا ايونټ كښی د ټائټل دفاع كولو هڅې كوي۔ آسټرېلوی لوبډلې ته تر ټولو زيات 5 وارې د دې ټائټلو ګټو درناوے ترلاسه دے۔ هند او وېسټ انډيز دوه دوه وارې او پاكستان ٬ انګلینډ او سری لنکا يو يو وارې دا ټائټل په خپل نوم كړے دے۔

مزید خبریں