کراچۍ۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) پاکستانۍ لوبډله به د ورلډ كپ اولنے مېچ سبا د جمعې په ورځ د حېدر آباد په راجیو ګاندھی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم كښې د هالېنډ په ضد كوي۔ د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې پاكستاني مينه وال چې كومې ګھړۍ ته سترګې په لاره وو هغه رارسېدلې ده۔ په حېدرآباد كښې به پاكستانۍ لوبډله د …
بابراعظم په هند كښې نوې تاريخ رقوم كولو ته لېواله دے ٬ قامي لوبډله به سبا د هالېنډ په ضد د ورلډ كپ اولنے مېچ كوي

مزید خبریں
کراچۍ۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) پاکستانۍ لوبډله به د ورلډ كپ اولنے مېچ سبا د جمعې په ورځ د حېدر آباد په راجیو ګاندھی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم كښې د هالېنډ په ضد كوي۔ د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې پاكستاني مينه وال چې كومې ګھړۍ ته سترګې په لاره وو هغه رارسېدلې ده۔ په حېدرآباد كښې به پاكستانۍ لوبډله د ورلډ كپ په 9 مېچونو كښې دوه مېچونه كوي۔ کپتان بابراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل زمونږ تياري برابر ده ٬ مونږ د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو له چمتو يؤ٬ پاكستانۍ لوبډله په دې ورلډ كپ كښی په فېورټ لوبډلو كښې شامل ده۔ دا خبره دې ياده وي چې بابر اعظم د كال 2019 په ورلډ كپ كښې د پاكستان لخوا تر ټولو زيات رنز جوړونكے بېټسمېن ؤ ۔ پاكستانۍ لوبډله به 11 كاله پس په اولني ځل د هندوستان په خاوره يو ورځنے مېچ كوي۔ د كال 1987 څخه وروستو به په حېدر آباد كښې اولنے يو ورځنے مېچ كوي۔د جمعې په ورځ هالېنډ سره كېدونكې مېچ به د دواړو ترمينځه 7 مه مقابله وي۔ د 1996 څخه وروستو شوې ټول شپږ مېچونه پاكستان ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه وروستے يو ورځنے مېچ د هالېنډ دورې په مهال شوے ؤ۔










