د آئي سي سي كركټ ورلډ كپ وارم اپ راؤنډ وروستي درې مېچونه سبا كېږي پاكستان به خپل دويم وارم مېچ د آسټرېليا په ضد حېدر آباد كښې كوي

نوې ډيلې ۔2 اکتوبر(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د 13 م آئي سي سي مېنز ون ډے كركټ ورلډ كپ څخه وړاندې د وارم اپ مېچونو راؤنډ وروستو مېچونو پرېكړه به سبا د نهې په ورځ كولې شي۔ 13م آئی سی سی مېنز ورلډ کپ کرکټ ټورنامنټ به 5 اكتوبر څخه په هند كښې پېل كیږي۔ سبا د نهې په ورځ به د وارم اپ …

نوې ډيلې ۔2 اکتوبر(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د 13 م آئي سي سي مېنز ون ډے كركټ ورلډ كپ څخه وړاندې د وارم اپ مېچونو راؤنډ وروستو مېچونو پرېكړه به سبا د نهې په ورځ كولې شي۔ 13م آئی سی سی مېنز ورلډ کپ کرکټ ټورنامنټ به 5 اكتوبر څخه په هند كښې پېل كیږي۔ سبا د نهې په ورځ به د وارم اپ راؤنډ وروستي درې مېچونه كېږي۔ اولنے مېچ به د افغانستان او سري لنكا لوبډلو ترمينځه په ګوهاټي ٬ دويم د كوربه لوبډلې هند او نېدر لېنډ ترمينځه په تھیرو وانا تھاپورام او درېم به د پاكستان او د آسټرېليا ترمينځه په حېدر آباد كښې كېږي۔ د آئی سی سی تر اهتمام لاندې د ورلډ کپ مېچونه به 5 اکتوبر څخه تر 19 نومبر د هند په لس ښارونو كښې كولې شي۔ په دې كښې به 10 لوبډلې برخه اخلي۔ د ټورنامنټ 45 لیګ مېچونو څخه وروستو به څلور لوبډلې سیمی فائنل راؤنډ لپاره کوالیفائی كوي۔ اولنې سيمي فائنل به په 15 نومبر او دويم په 16 نومبر كولې شي۔ د مېګا ايونټ دوه ټاپ لوبډلو ترمينځه پرېكنده معركه به په 19 نومبر كولې شي

مزید خبریں