راجکوټ۔26 ستمبر(اے پی پی) د هند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنيو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ سبا د شورؤ په ورځ په سوراشټرا کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، راجکوټ كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د اسټرېلوي لوبډلې په ضد د درې ورځو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ هند په اولني مېچ كښې آسټرېليا ته 5 وكټونو او په دويم …
د هند او آسټريليا ترمينځه دريم يو ورځنې كركټ ميچ سبا كيږي

مزید خبریں
راجکوټ۔26 ستمبر(اے پی پی) د هند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنيو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ سبا د شورؤ په ورځ په سوراشټرا کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، راجکوټ كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د اسټرېلوي لوبډلې په ضد د درې ورځو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ هند په اولني مېچ كښې آسټرېليا ته 5 وكټونو او په دويم مېچ كښې د ډک ورتھ لوئس سسټم لاندې 99 رنز سره ماتې وركړې وه۔ آسټرېلوی لوبډله دا مهال د هند په دوره ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه به د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز هم كولې شي كوم به چې د ورلډ كپ مېچونو څخه وروستو كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې 13م آئی سی سی مېنز کرکټ ورلډ کپ 5 اكتوبر څخه تر 19 نومبر په هند كښې شېډول دے۔ د درې يو ورځنيو مېچونو كښې د هند مشري نوموړے بېټر لوکېش راهول او د آسټرېلوی لوبډلې نوموړے آل راؤنډر پیټ کمنز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه په 5 ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز به د ورلډ كپ څخه وروستو په 23 نومبر اولني مېچ څخه كېږي۔










