نیویارك 21 ستمبر (اے پي پي) د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان وئيلي دي چې د جمو او كشمیر مسئله د سوئيلي اسياﺀ سيمي امن او استحكام ته پېښ تر ټولو مهم چیلنجونو كښې يو دے۔د كشمیرمیډیا سروس له مخې نیویارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 78مې غوندې په موقع د اسلامی مرستي تنظیم جمو او كشمیر رابطه ګروپ غوندې ته وينا كښې شهزاده فیصل بن فرحان وئويل كه د كشمیر مسئله حل نه شوه نو د دې اثر به سيمه كښې عدم استحكام كښې د وياتوالې سبب وګرځي۔ده ووئيل سعودی عرب د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير شخړه په امناكه ډول حل كولو او مقبوضه سيمه كښې حالات ښه كولو او تاؤ ترېښوالې كمولو لپاره د اړوندو ډلو ترمينځه د ثالثۍ بشپړه هڅې كوي۔شهزاده فرحان وئويل سعودی عرب د اسلامی تشخص او خپل وقار تحفظ لپاره چمتو اسلامي نړۍ سره ولاړ دې۔ ده ووئيل سعودی عرب دا هڅه د اسلامي نړۍ حمایت په اړه د خپل غیر متزلزل موقف په بنیاد كوي