د كمبوډیا وزیر اعظم به په 22 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 78مې غوندې ته وينا كوي۔وياند

نوم پنه 21 ستمبر (اے پي پي) د كمبوډیا وزیر اعظم هن مانیټ به په 22 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 78مې غونډي ته وينا كوي،په غونډه كښې ګډون لپاره هغه د زيارت په ورځ كمبوډیا څخه نیویارك ته تللې دے۔د چین خبر رسنې ادارې له مخې د كمبوډیا وزیر اعظم وياند یونټ مشر مېس سوفورن د هغه د تللو څخه وړاندې وئيلي چې د وزيراعظ تقریر به په درې برخو نړيوال تناظر، كمبوډیا سماجی او اقتصادی پیشرفت، او كوټلي پرمختګ اهداف (ایس ډی جیز ) بدلولو اقدامات لپاره د كمبوډیا په عزم مشتمل وي۔ده ووئيل په دې مهال به وزیر اعظم د ملګرو ملتونو سیكرټری جنرل انتونیو ګوتریش او بيل غیر ملكی معززینو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ هن مانیټ به په 25 ستمبر هېواد ته راتنېږي