د هند او آسټریلیا ترمينځه وړومبې ون ډے كركټ میچ (سبا) كېږي

موهالی 21 ستمبر (اے پي پي) د هند او آسټریلیا كركټ ډلو ترمينځه يوه ورځني نړيول میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به (سبا) د جمعې په ورځ كركټ ایسوسی ایشن آئی ایس بندرا سټیډیم، موهالی كښې كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه دا میچ به ډے اینډ ناټ وي۔د آسټریليا ډله دا مهال د هند په دوره ده او د خپلې دورې په مهال به د هند په ضد درې يوه ورځنې میچونو سیریز دغسې 5 ټي ټوينټي میچونو سیریز كوي۔درې ون ډے میچونو سیریز كښې د هند ډلي مشري به لوكیش راهول كوي دغسې د آسټریليا ډلي مشري به پیټ كمنز كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه دويم ون ډے میچ به په 24 ستمبر اندور كښې كېږي دغسې دريم او آخري ميچ به په 27 ستمبر راجكوټ كښې كېږي