ملګري ملتونه٬د قطر امير د فلسطين مسئلې سياسي حل لپاره د فلسطينيانو مرستې خواست

نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د فلسطين مسئلې سياسي حل لپاره د فلسطينيانو د مرستې خواست كړې دې۔ د تركيې خبري اژانس له مخې ده تېره ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75 مې غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل چې د نړيوالو تنظيمونو ناكامي اسرائيل له دا موقع وركوي چې هغه د يهوديانو آبادو ته د پراختيا وركولو د لارې د دوه رياستي حل بنيادونه كمزورې كړي۔د قطر امير مقبوضه بېت المقدس كښې په مقدس ځايونو د اسرائيلي بريدونو٬د فلسطيني وګړو په ضد د وسلې كارولو او غزه پټي كښې د بندېزونو په اړه هم خبره وكړه۔ ده ووئيل قطر د فلسطين اولس سياسي٬بشري او پرمختيائي مرسته كوي او د غزه پولې بيا ودانۍ كښې مرسته كوي كوم چې محاصرې سره مخ دي۔