بنګله دېش او نیوزی لینډ کرکټ ډلو ترمينځه وړومبې ون ډے میچ به سبا كېږي

ډھاکه 20 ستمبر (اے پي پي) د بنګله دېش او نیوزی لینډ کرکټ ډلو ترمينځه په درې يوه ورځني نړيوال میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به (سبا) د زيارت په ورځ شیر بنګله نیشنل سټیډیم، ډھاکه كښې كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه دا میچ به ډے اینډ نائټ وي۔د نیوزی لینډ ډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده او د بنګله دېش په ضد به درې ون ډے او 2 ټیسټ میچونو سیریز کوي ٬ دې نه ځانله ميلمه ډله به د دوه ټیسټ میچونو سیریز څخه وړاندې يو يوه ورځنې پریکټس میچ هم كوي۔ بنګله دېش ډلي مشري لټن داس كوي دغسې د نیوزی لینډ ډلي مشري فاسټ باؤلر لوکی فرګسن کوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د 3 میچونو سیریز دويم ميچ به په 23 ستمبر دغسې دريم او آخري ميچ به په 26 ستمبر کېږي۔