امریکا دې د جوهری لوظنمامې بحالۍ لپاره كلك عزم او د باور څرګندونه وكړه ۔ د ايران صدر

نیویارك20 ستمبر (اے پي پي) د ایران صدر ابراهیم رئیسی وئيلي دي چې امریکا دې د 2015 جوهری لوظنامې بحالۍ لپاره كلك عزم او د باور څرګندونه كړې۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ده په نیویارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي ته وينا كښې ووئيل امریکې د جوهری لوظنامې جے سی پی او اے څخه په شا كيدو سره د لوظنامې خلاف ورزی کړې ده۔ كه امریکا جوهری لوظنامي بحالی غواړي نو بايد د كلك باور څركندونه وكړي۔ده ووئيل وخت راغلے چې امریکا د سمي لاري انتخاب وكړي او خپل اعتماد پیدا کړي۔