درېم بېلټ اېنډ روډ فورم به په اکتوبر كښې كېږي،د پاکستان پشمول 110 هېوادونو د خپل ګډون كولو تصدیق کړے دے۔چین

بیجنګ 19ستمبر (اے پي پي) چین وئيلي دي چې درېم “بېلټ اینډ روډ” فورم به په اکتوبر كښې په بیجنګ كښې كېږي كوم كښې چې تر اوسه د پاکستان پشمول 110 څخه زياتو هېوادونو د خپل ګډون كولو تصدیق کړې دې۔ د نهې په ورځ د چين خارجه وزارت وياند ماؤ نینګ وئيلي چې د فورم په مهال په ترسره كېدونكو چارو كښې د پرانستې دستوره ، خپلو كښې تړون ، او په ګرين ډوېلپمنټ او ډیجیټل معیشت د درې اعلیٰ پايې فورمز سره د تجارت ٬ اولسې رابطې او تھنك ټينګ تبادلې په شمول 6 موضوعاتي فورم شامل دي۔ ده ووئيل دې نه علاوه د صنعت کارو يو کنفرنس به هم كولې شي