د ټینس ملي لوبډلې لوبغاړي به د ستمبر په 21 مه نېټه چین ته روانېږي٬ کرنل ریټائرډ ګل رحمان

اسلام آباد۔19ستمبر(اے پی پی) د پاکستان ټېنس فېډریشن جنرل سیکرټري کرنل ریټایرډ ګل رحمان وئيلي دي چې په اېشين ګېمز کښې برخه اخستلو له به د ټینس ملي لوبډلې لوبغاړي (كه پاك پروردګار ته منظور وي) د ستمبر په 21 مه نېټه چین ته روان شي۔ ملي لوبډله به په څلور لوبغاړو مشتمل وي په كومو كښې چې دوه نارینه او دوه ښځينه لوبغاړې دي۔ نارینه لوبغاړي اعصام الحق قریشي او عقیل خان او ښځینه لوبغاړې اوشنا سهیل او ساره ابراهیم خان ده۔ د اېشين ګېمز مقابلې به د چين په هېګزو ښار كښې 23 ستمبر څخه تر 8 اكتوبر دوام لري۔ د ملي ټېنس لوبډلې لوبغاړي به په 21 ستمبر اسلام آباد څخه چين ته روانېږي